په کینیا کې په سلګونو تنه د حضرت عیسی ع سره د ملاقات په بهانه له لوږې وژل شوي دي.
د کینیا حکومت د هغه سلګونو تنو جنازې چې د حضرت عیسی ع سره د ملاقات په بهانه له لوږې او ځان زندۍ کولو په نتیجه کې خپل ژوند د لاسه ورکړی وو د هغوې کورنیو ته په سپارولو پیل وکړ.

د حکومت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په مالندی ښارګوټي کې د لوږې او زندۍ په نتیجه کې د وژل شوو ۴۲۹ قربانیانو جسدونه د هغوی کورنیو ته په سپارلو پیل وشو.
په بیان کې ویل شوي چې د ( لوږې فرقې ) د دوکه شوو ۴۲۹ تنو قربانیانو جنازې د ډي ان ای د معایناتو او د هغوې د هویت د تثبیتولو نه وروسته د هغوې کورنیو ته په سپارولو پيل شوی دی.
د ښه زیري نړۍوالې کلیسا پادری پاول مکینزي په اړه د تیر کال په اپریل میاشت په کلیسا کې په سلګونو تنه پدې بهانه چې لوږه غوره کړي او څه ونه خوري ، د عیسی ع سره به يي ملاقات وشي دوکه کړي ، چې له امله يي په سلګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی تحقیقات پيل شول.
تحقیقاتو په نتیجه کې د شکاهولا له ځنګل څخه چیرې چې کلیسا موقعیت لري د ۴۲۹ تنو جسدونو وموندل شول چې ۲۳۸ تنه يي لویان او ۱۹۱ تنه يي ماشومان دي.
د عملیاتو په ترڅ کې، د دې فرقې څخه ۱۰۰ تنه ژوندي وژغورل شول. همداشان د تحقیقاتو په نتیجه کې د لوږې د فرقې د مشر د میرمنې جویس مویکامبا په ګډون یو زیات شمیر کسان ونیول شول. نوموړي کسان د ډله ایزو وژنو په تور نیول.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.