په آلمان کې د تابعیت د ازموینې په پوښتنو کې نوې پوښتنې اضافه کیږي.

په آلمان کې د تابعیت په  ازموینه به په راتلونکي کې د اسرائیلو ، هولوکاسټ او یهودیت په اړه پوښتنو ته هم ځای ورکړ شي.

2120935
په آلمان کې د تابعیت د ازموینې په پوښتنو کې نوې پوښتنې اضافه کیږي.

په آلمان کې د تابعیت په  ازموینه به په راتلونکي کې د اسرائیلو ، هولوکاسټ او یهودیت په اړه پوښتنو ته هم ځای ورکړ شي.

د شپیګل مجلې په خبر کې ویل شوي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو میاشتو کې د آلمان د تابعیت په آزموینه کې د پوښتنو لیست تازه کړی دی.

په خبر کې ویل شوي چې د اسرائیلو، هولوکاسټ او یهودیت په اړه نوې پوښتنې په لیست کې اضافه شوي او وزارت په پام کې لري چې د پوښتنو لیست د یوې مقررې سره لازمي کړي، په دې توګه موخه دا ده چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې د یهودیت ضد دي.

په خبر کې راغلي دي چې په دغه نوملړ کې د یهودانو عبادت ځایونه څه نومیږي، د اسرائیلو دولت څه وخت تاسیس شو؟

 د اسرائیلو په وړاندې د جرمني ځانګړي مسؤلیت څه دی،  د هولوکاست څخه انکار کوونکو ته به په هیواد کې څومره سزا ورکول کیږي. له کوم هیواد څخه ډیر یهودیان آلمان ته راغلي دي، څوک کولی شي چې  د یهودي مکابي سپورت کلبونو غړیتوب ترلاسه کړي، د آلمان په کوم ښار کې د یهودي نفوس ډیر دی، اسرائیل په کوم قانوني اساس تاسیس شوی او کوم چلند انتي سمیتیزم  دی؟

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر ویلي، د پوښتنو ليست نوي کول د یوه مهم ګام په توګه ویني او وايي "هیڅوک چې زموږ ارزښتونو ته درناوی قایل نوي او زمونږ د ارزښتونو نه برښمند نوي ، د جرمني پاسپورټ نه شي ترلاسه کولای.

فایسر وویل چې د یهودیت ضد، نژاد پرستۍ او د نورو خلکو سپکاوی د آلمان د تابعیت د ترلاسه کولو په لاره کې خنډونه دي.

فیسر د دې په بیانولو سره چې آلمان د هولوکاسټ له امله د اسرائیلو او یهودانو د ساتنې لپاره ځانګړی مسؤلیت لري وویل "دا مسؤلیت نن ورځ زموږ د هویت برخه ده."

فيسر يادونه وکړه چې هر څوک چې وغواړي د جرمني تابعیت ترلاسه کړي لومړی باید پدې پوه شي چې دا خبره څه معنا لري. المان د یهودانو پر وړاندې څه مسئولیت لري؟ دا مسئولیتونه باید ټول ومني.

د آلمان د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره شرایط په بریالیتوب سره د تابعیت ازموینې پاس کول شامل دي. په ازموینه کې د آلمان د قانون او ټولنیز نظم، او همدارنګه د ژوند شرایطو په اړه پوښتنې شاملې دي. په ازموینه کې، د ۳۰۰ پوښتنو لیست څخه ۳۳ پوښتنې پوښتل کیږي. یو څوک چې غواړي د آلمان تابعیت ترلاسه کړي  باید ۱۷ پوښتنو ته سم ځواب ووایی.

"د تابعیت د عصري کولو قانون" چې په آلمان کې به د دوه ګوني تابعیت لپاره اسانتیا برابروي، د جون په ۲۷ نافذ شي.



اړوند خبرونه