د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې داعش تروریستي سازمان لا هم یو جدي ګواښ دی.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې داعش تروریستي سازمان لا هم یو جدي ګواښ دی.

2120850
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې داعش تروریستي سازمان لا هم یو جدي ګواښ دی.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې داعش تروریستي سازمان لا هم یو جدي ګواښ دی.

انتوني بلینکن په پلازمينه واشنګټن کې د عراق د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره د کتنې پر مهال د داعش ترهګرې ډلې په اړه ارزونې وکړې.

بلینکن په دې باندې په ټینګار سره چې عراق د سیمې د ثبات لپاره "ډیر مهم" دی، وویل، "موږ باید په یاد ولرو چې داعش لاهم یو جدي ګواښ دی."

"سره له دې چې موږ په تیرو کلونو کې د دې ګواښ سره د مبارزې او د پام وړ کمولو لپاره ډیر ښه کار کړی، یوازې څو ورځې وړاندې په روسیه کې وحشتناک برید موږ ته دا وښودله  چې داعش خپل احتمالي ځواک ته دوام ورکوي." بلینکن وویل چې دوی د جمعې په ورځ په مسکو کې په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکوونکو ویر کوي.

بلینکن وویل، " په خواشینۍ سره باید ووایو چې  موږ باید د داعش پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې دا ترهګر سازمان نور نابود شوی دی."

د عراق مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر حسین هم په روسیه کې د دغه برید په غندلو سره له دغه ترهګریز سازمان سره د خپل هیواد مبارزې ته اشاره وکړه.

هغه وویل چې هیواد يي د داعش پر خلاف ډیره قوي مبارزه کوي.



اړوند خبرونه