د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې ۶۲ زره ۲۸۵ غیرقانوني کډوال مړه یا ورک شوي دي.
د مهاجرت نړۍوال سازمان په تیرو ۹ کلونو کې د وژل شوو او لا درک شوو ناقانونه کډوالو ارقام اعلان کړل
د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې ۶۲ زره ۲۸۵ غیرقانوني کډوال مړه یا ورک شوي دي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) په کلني راپور کې، چې مرکزي دفتر یې په جینیوا کې دی، ویل شوي چې د ۶۲ زره ۲۸۵ ناقانونه کډوالو له جملې څخه ۲۸ زره ۸۵۴ یې چې فکر کیږي په یادو نیټو کې مړه یا ورک شوي وي، افریقایي یا د اسیا وګړي دي. دغو کسانو د مدیترانې له سمندر څخه د تیرېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په راپور کې ویل شوي چې د یادو مهاجرینو له دریمې برخې څخه ډیر د هغو هیوادونو اتباع دي چې وسله والې شخړې پکې دوام لري لکه افغانستان، برما، سوریې او ایتوپیا.
په ورته وخت کې، د IOM ارقام څرګندوي چې په تیرو لسیزو کې د غیرقانوني مهاجرینو لپاره تر ټولو خونړی کال ۲۰۲۳ کال وو.
د مړینې په شمیر کې د چټک زیاتوالي له امله، په ځانګړې توګه په مدیترانې کې، تیر کال ۸ زره ۵۴۱ غیرقانوني مهاجرینو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.