سرګي لاوروف : د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د ملکي وژنو مسئول لویديځ دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ، د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د ملکي وګړو د وژنو یواځنی مسئول لویدیځ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ، د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د ملکي وګړو د وژنو یواځنی مسئول لویدیځ دی.
سرګي لاوروف د ویتنام پلازمینې هانوي ته په سفر کې د ویتنام د بهرنیو چارو له وزیر بوی تاه سون سره له کتنې وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
لاوروف دې ته په اشارې سره وویل چې لوېدیځو هېوادونو په اوکراین کې د جګړې له امله پر روسیې بندیزونه لګولي، چې ویتنام په دغو بندیزونو کې ګډون نه دی کړی او مسئله د روسیې لپاره ځانګړی ارزښت لري.
لاوروف د روسیې د بیلګورود او کرسک ښارونو باندې د بریدونو په اړه ، د اوکراین د حکومت هغه ادعاګانو ته چې ویلي دي "د روسیې پوځ د لویدیځو هیوادونو لخوا اوکراین ته د وسلو لیږد بندولو لپاره دپه خپلو ښارونه بریدونه کوي ، وویل ،
"دوی دروغ وایي. په اړه یې حقایق معلوم دي او د روسیې د دفاع وزارت هره ورځ پدې اړه معلومات وړاندې کوي."
هغه زیاته کړه "لویدیځ باید په دې پوه شي چې د ملکي وګړو د وژنې مسؤل دی، په ځانګړې توګه د دونباس په سیمه او د اوکراین په نورو برخو کې. د کیف اداره د لویدیځ لخوا چمتو شوي وسلې د ملکي خلکو په وړاندې د ډارولو د وسیلې په توګه کاروي. دا دولتي تروریزم دی. "
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.