استرالیا د اوکراین سره د لا زیاتو پوځي مرستو ژمنه وکړه

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیس د اوکراین پلازمېنې کیف ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد سره د لا زیاتو پوځي مرستو ژمنه وکړه.

1851402
استرالیا د اوکراین سره د لا زیاتو پوځي مرستو ژمنه وکړه

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیس د اوکراین پلازمېنې کیف ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد سره د لا زیاتو پوځي مرستو ژمنه وکړه.

د بي بي سي د خبر  له مخې البانیس کیف ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل.

البانیس په پلازمینه کیف کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې خبري غونډې ته  وویل ، "که په اوکراین کې جګړه هر څومره دوام وکړي ودې کړي ، مونږ  اوکراین نه ملاتړ او ددې هیواد  سره لا زیاتو پوځي مرستو ژمنه کوو. "

البانیس همداراز اعلان وکړ چې د روسیې پر ۱۶ وزیرانو او اولیګارچیانو د سفر بندیز لګولی او له روسیې څخه د سرو زرو وارداتو بندیز لګولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اوکراین ته د اسټرالیا له خوا د ۱۰۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو په کڅوړه کې بې پیلوټه الوتکې او ۳۴ زغره وال ګاډي شامل دي.

 د فبروري په ۲۴ مه د روسیې لخوا پر اوکراین د برید او جګړې د پيل راهیسې ویل د استرالیا له خوا اوکراین ته د ورکړل شویو مرستو ټول ارزښت شاوخوا ۳۹۰ میلیونه اسټرالیايي ډالر کیږي.



اړوند خبرونه