د ډنمارک په پلازمینه  کوپنهاګن  کې  په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی.

په ډنمارک کې په سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی

1851224
د ډنمارک په پلازمینه  کوپنهاګن  کې  په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی.
danimarka .jpeg

د ډنمارک په پلازمینه  کوپنهاګن  کې  په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی.

د ډنمارک پولیسو ویلي چې دوی په پلازمینه کوپنهاګن کې اماګن په سیمه کې  د فیلډز  په  نامه یو سوداګریز مرکز د برید په اړه راپور ترلاسه کړ. پدې برید کې ګڼشمیر کسان ټپیان شوي‌ دي. همداشان پولیسو د برید په تړاو یو تن نیولی دی.

 

"موږ لاهم په سیمه کې  شتون لرو، په ډزو کې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . موږ په ساحه کې په کار بوخت یو. د سیمې خلک چیرته  چې وي‌ هلته د پاتې شي او  پولیسو ته انتظار وباسي. نور ټول خلک باید د پيښې د سیمې نه لرې والی غوره کړي.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې دوی د سوداګریز مرکز د تصفیه کولو هڅه کوي. دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا او ولې شوی دی.



اړوند خبرونه