د هند په مانیپور ایالت کې د مځکښویدنې له امله ۱۶ تنه مړه او په لسګونو تنه لا درکه شوي

د هند په شمال ختیځ ایالت مانیپور کې د ځمکې ښویېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شو.

1850567
د هند په مانیپور ایالت کې  د مځکښویدنې له امله ۱۶ تنه مړه او په لسګونو تنه لا درکه شوي

د هند په شمال ختیځ ایالت مانیپور کې د ځمکې ښویېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شو.

د مانیپور ایالت د چارواکیو په وینا  د دې ایالت په نوني سیمه کې د توپول ریل پټلۍ په ځای کې د ځمکې ښویدنې وروسته تر ۷۰  ډیر کسان لا هم لا درکه  دي.

د سیمې اوسېدونکو نه  چې پرله پسې بارانونه دوام لري، خوندي سیمو ته د تلو غوښتنه شوې ده.

د ایالت لومړي وزیر نونګتومبم بیرین سینګ وویل چې په وژل شویو کې اوه تنه چې هویت یې معلوم شوی، د اردو منسوبین دي.



اړوند خبرونه