امریکا تورکیې ، سویډن او فنلنډ ته تفاهم ته د رسیدو له امله مبارکي وویله

د امریکا ولسمشر جو بایډن  د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه د تورکیې – سویډن – فنلنډ  ترمنځ  د تفاهم نه هر کلی وکړ.

1849540

د امریکا ولسمشر بایدن د تورکیې ، سویډن ، فنلنډ او  ناټو څلور اړخیزې غونډې ته په اشارې سره وویل، دا د  ناټو سازمان  ته د فنلنډ او سویډن د بلنې په برخه کې یو مهم ګام او د ناټو د سرمشریزې لپاره  یو ښه پیل دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا څرګندونې د هسپانیا په پلازمینه مادرید کې د تورکیې – سویډن – فنلنډ – ناټو له څلور اړخیزې غونډې وروسته په خپل ټویټر پاڼه کې وکړې. بایډن وویل، "زه تورکیې، سویډن او فنلند ته  ددې تړون  له امله مبارکي وایم،" هغه زیاته کړه، "دا ناټو ته د فنلنډ او سویډن د بلنې په برخه کې یو مهم ګام دی،، د ناټو پیاوړتیا زموږ د ګډ امنیت ملاتړ کوي . همداشان دا ګام د ناټو سرمشریزې یو ښه پیل دی.

اړوند خبرونه