روسیې په اوکراین کې په یو سوداګریز مرکز برید وکړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې روسي ځواکونو په کریمینچوک ښار کې پر یوه سوداګریز مرکز برید کړی چې تر ۱۰۰۰ ډېر ملکي وګړو پکې شتون درلود.

1848937
روسیې په اوکراین کې په یو سوداګریز مرکز برید وکړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې روسي ځواکونو په کریمینچوک ښار کې پر یوه سوداګریز مرکز برید کړی چې تر ۱۰۰۰ ډېر ملکي وګړو پکې شتون درلود.

په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰  تنو ډیر ټپیان شوي دي.

زیلینسکي، د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي ،

"اشغالګرو د پولتاوا په سیمه کې د کریمینچوک په ښار کې یو سوداګریز مرکز په توغندیو ویشتی دی. مرکز اور په لمبو کې وسوځید. ژغورونکي ددې اور د مړولو هڅه کوي. د قربانیانو شمیر د اټکل وړ نه دی. دا د روسیې بې وسۍ ښکارندويي کوي چې  پر ملکي وګړو بریدونه کوي . روسیه زور د ملکي وګړو نه وباسي.  دا هیله بې ګټې ده چې روسیه به هوښیار او انساني شي."

د اوکراین د هوايي ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امستر پر سوداګریز مرکز  د روسیې له کرسک سیمې څخه د «TU-22M3» ډوله جنګي الوتکو له خوا د  «ایکس-۲۲» توغندیو سره برید شوی دی.

د پولتاوا د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر دیمیتري لونین خبر ورکړی، چې په برید کې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا اعلان شوی چې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف کې د روسیی ځواکونو د هوایی بریدونو په پایله کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوی دی.



اړوند خبرونه