د اوکراین ولسمشر خپل ولس ته وینا وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسیې یو ځل بیا پر خارکیف بمبار کړی چې د برید په پایله کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

1833562
د اوکراین ولسمشر خپل ولس ته وینا وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسیې یو ځل بیا پر خارکیف بمبار کړی چې د برید په پایله کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

ولادیمیر زیلینسکي ولس ته خپله ورځنۍ وینا وکړه.

زیلینسکي  ویلي دي چې روسیې د اوکراین په خارکیف ښار یو ځل بیا بمباري کړې او چې په دې برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

زیلینسکي د دې خبرې نه په یادونې سره ویلي دي چې په وژل شویو کې یو پنځه میاشتنی ماشوم او پلار یې هم شامل دي، د مور حالت یې جدي دی او په ټپیانو کې یوه نهه کلنه نجلۍ هم شامله ده.

د اوکراین ولسمشر ویلي دي، روسان غواړي د ولنوواخا او ماریوپول په څیر پاپاسنا، باخموت، لیمان، لیسیچانسک او سیورودونیسک له منځه یوسي. په روسیه باندې فشار راوړل په حقیقت کې د ژوند ژغورلو په معنی  ده.

هغه ویلي دي چې د لیتونیا پارلمان او خلکو ته وینا ورکړه، د لیتونیا نه د اوکراین سره  د ترسره کړو مرستو له امله مننه وکړه.

هغه وويل: "که چیرې په نړۍ کې هر چا د ګډې ازادۍ نه د دفاع په خاطر د لیتونیا او نورو شريکانو په شان هوډ درلودلی  د روسيې دولت هیڅکله هم  اوکراين او یا  اروپا او نړۍ ته زيان رسولی نشو."

د اوکراین مشر وویل  چې د هالنډ له لومړي وزیر مارک روت سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او د جګړې د ډګر د وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل د اوکراین د دفاعي توان او ظرفیت د لوړولو په مسئلې خبرې وکړې.



اړوند خبرونه