امریکا هایپرسونک توغندی په بریالیتوب وازمایه
امریکا ویلي د غږ له سرعت نه پنځه برابره د لوړ سرعت لرونکی هایپرسونیک توغندی په بریالیتوب وازمایه
د امریکا متحده ایالتونو د هوايي ځواک قومانداني اعلان کړی چې دوی د هایپرسونیک وسلو ازموینه کړی چې سرعت يي د غږ د سرعت نه پنځه برابره لوړ دی.
د امریکا هوايي قوتونو په خپور کړي لیکلي بیان کې ویلي دي،
"د امریکا متحده ایالتونو د هوایی ځواک اړوند د B-52H ډوله سټراټوفورټریس الوتکې په می په ۱۴ نیټه د سویلي کالیفورونیا له سواحلو څخه د AGM-183A هوایی برید چټک غبرګون وسلې (ARRW) په بریالیتوب سره وازمایلې.
په بیان کې ویل شوي دي چې وسله د الوتکې نه د انداخت نه سمدلاسه وروسته په ډیر سرعت سره خپل هدف له منځه یوړ. اټکل شوی چې ددې توغندي سرعت د غږ د سرعت نه پنځه برابره ډیر وو. په بیان کې ویل شوي دي چې دا ازمایښت ډیر زیات بریالی وو او یوه ستره لاسته راوړنه ده.
د ویلو ده چې دا وسلې د لاک هیډ مارټین شرکت لخوا طرحه او ډیزاین شوې ترڅو دقیق هدفونه په لوړ سرعت سره په نښه کړي.