انګلستان پاچا روانډا ته د غیرې قانوني کډوالو د استولو په اړه قانون توشیح کړ
په انګلستان کې روانډا ته د غیرقانوني مهاجرینو د استولو په اړه قانون د پاچا چارلس دریم لخوا لاسلیک او توشیح شو.
په انګلستان کې روانډا ته د غیرقانوني مهاجرینو د استولو په اړه قانون د پاچا چارلس دریم لخوا لاسلیک او توشیح شو.
د سکای نیوز د خبر له مخې ، د شاهي ماڼۍ ویاند تایید کړه چې د روانډا د قانون لایحه چې د پارلمان لخوا تصویب شوې وه د پاچا چارلس ۳ لخوا لاسلیک او توشیح شوه.
دا لایحه چې له مخې له انګلستان څخه ناقانونه کډوال به روانډا ته واستول شي، د اپریل په ۲۳ د پارلمان لخوا تصویب شوه .
لومړي وزیر ریشي سوناک اعلان وکړ چې هغه الوتکې چې غیرقانوني کډوال به روانډا ته انتقال کړي له ۱۰ څخه تر ۱۲ اونیو په دننه کې به الوتنې پيل کړي.
د ویلو ده چې انګلستان د روانډا سره د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په پنځمه د لاسلیک کړي تړون له مخې، روانډا ته استول کیدونکي غیرقانوني کډوال به له انګلستان پرته بل دریم هیواد ته نه ډیپورت کیږي.
دغه کسان به په روانډا کې د نورو پناه غوښتونکو په شان حقوق ولري او د هغوی د قانوني غوښتنو ملاتړ به وشي.
د روانډا مسؤلیتونه به د خپلواکو څارونکو لخوا وڅیړل شي.