روسیې په فضا کې د اټومي وسلو د ځای په ځای کولو په اړه مسوده ویتو کړه

د روسیې له خوا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هغه پرېکړه لیک مسوده چې په فضا کې د اټمي وسلو او د ډله ییزې ویجاړۍ د وسلو د ځای پر ځای کولو مخه نیسي، ویټو شوه.

2131943
روسیې په فضا کې د اټومي وسلو د ځای په ځای کولو په اړه مسوده ویتو کړه

د روسیې له خوا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هغه پرېکړه لیک مسوده چې په فضا کې د اټمي وسلو او د ډله ییزې ویجاړۍ د وسلو د ځای پر ځای کولو مخه نیسي، ویټو شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۵ غړیو کې د امریکا او جاپان له خوا وړاندې شوې له فضا څخه د سوله ییزې استفادې  په اړه د پرېکړه لیک مسودې په اړه رای اچونه وکړه.

دغه لایحه، چې د روسیې له خوا ویټو شوې وه، ۱۳ موافقه او یوې ممتنع  رایې سره رد شوه.  چین له رایې ورکولو ډډه وکړه. د رایې اچونې دمخه د دې لایحې لپاره د روسیې او چین د تعدیل وړاندیز ځکه ونه منل شو چې کافي رایې یې ترلاسه نه کړې.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ټینګار وکړ چې د مسودې متن "محدود او سیاسي" محتوا لري او د ټولو غړو نظرونه نه منعکسوي. نیبنزیا وویل چې هیڅ ډول وسلې باید په خلا کې ځای پرځای نشي، نو ځکه یې د بدلون غوښتنه وکړه.

پداسې حال کې چې د پریکړه لیک په مسوده کې د غړو هیوادونو څخه غوښتنه شوې چې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سره سم د فضا سپړنه ترسره کړي، غوښتنه شوې چې په فضا کې د وسلو د سیالۍ د مخنیوي لپاره په سوله ایزه توګه کار واخلي.

د پریکړه لیک مسوده په ګوته کوي چې غړي هیوادونه د بهرنۍ فضا د تړون سره سم عمل کولو مکلفیت لري، او ټینګار یې وکړ چې هیوادونه باید په فضا کې اټومي او د ډله ایزې ویجاړونکي وسلې ځای پر ځای نه کړي.



اړوند خبرونه