د تورکیې ملي راډیو تلویزیون په اسپانیوي ژبې دجیتل نشرات پیلیوي.
د تورکیې د ملي راډیو او ټلویزیون لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، د تورکیې ملي راډيو تلویزیون اداره د خپلو نړیوالو رسنیز فعالیتونو سره په خپلو نړۍوالو دجیتل خبري پلاټ فورمونو کې یو بل هم اضافه کړ .

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون چې د تورکیې غږ نړۍوالو ته رسوي ، ددې هڅو په دوام، کې نن په استانبول کې د " ټي آر ټي - هسپانوي ژبو هیوادونو لومړۍ نشراتي غونډه" تنظیموي.
د سرمشریزې د یوې برخې په توګه، د ټي آر ټي اسپانیوي ډیجیټل خبرونو پلیټ فارم به سبا معرفي شي.
په دې سرمشریزه کې د اسپانیا، مکسیکو، کولمبیا، ارجنټاین، پیرو، وینزویلا، ګواتیمالا، اکوادور او بولیویا په ګډون په ۱۸ اسپانيوي ژبو هیوادونو کې ۱۷ عمومي مدیران، ۲۱ خبریالانو، د رسنیو د بنسټونو ۱۶ مدیران او ۴۰ لاتیني امریکا او اسپانیوي محصلین ګډون وکړي.
په سرمشریزه کې به د خبریالانو لپاره د "نړیوال ژورنالیزم" په اړه یو ورکشاپ هم جوړ شي.