د امریکا متحده ایالتونو په سویلي کالیفورونیا کې په یوې کلیسا وسله وال برید شوی دی.
په کالیفورونیا کې په کلیسا وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو په سویلي کالیفورونیا کې په یوې کلیسا وسله وال برید شوی دی.
چارواکو وویل چې یو وسله وال د یکشنبې په ورځ د سویلي کالیفورنیا په کلیسا کې دننه ډزې وکړې، یو کس یې وواژه او څلور نور یې سخت ټپیان کړل.
برید کوونکو د خلکو له خوا له ونیول شو چې نورو وینو تویولو مخه یې ونیوله.
ډزې د ماسپښین په په یوه بجه او ۲۶ دقیقو شوي. پیښه د کیلیفورونیا ایالت د لاګونا ووډز په ښار کې د جینیوا پریسبیټیرین کلیسا دننه چې د لاس انجلس سویل ختیځ کې شاوخوا ۵۰ میله کې واقع ده رامنځته شوې ده . ویل کیږي پدې سیمه کې په لویه کچه متقاعدین میشت دي او ډیری د اسیايي هیوادونو دي.
د سیمې د پولیسو د څانګې ویاندې کیري براون وویل، ډیری قربانیان تایوانیان وو، که څه هم چارواکي لا تر اوسه په دې اړه پلټنې کوي چې ایا دوی په نښه شوي که نه. د ډزو لپاره انګیزه سمدستي څرګنده نه وه.
هغې وویل، د څلورو ټپیانو حالت نازک دی، او یو بل ټپي د لږو ټپونو له امله تر درملنې لاندې دی. وژل شوی کس په کلیسا کې وموندل شو.
د ویلو ده چې بریدکوونکی پخپله هم اسیايي هیوادونو وګړی دی او ۶۰ کاله عمر لري.
برید کوونکو د خلکو لخوا د نیول کیدو نه وروسته پولیسو ته سپارل شوی دی.
د ویلو ده چې د تیرې خالي په ورځ هم په امریکا کې یو تن سپین پوستي په یو سوپر مارکیټ کې پر تورپوستو خونړی برید وکړ او ۱۰ تنه يي وژل .