د بورکینافاسو پوځ د کودتا په کولو سره ولسمشر او لومړی وزیر نیولي‌ او په پوځي‌ کمپ کې توقیف کړي

د بورکینافاسو پوځ د ولسمشر کابوره حکومت د نسکورولو او د هغه او لومړي‌ وزیر د نیولو نه خبر ورکړ

1767582
د بورکینافاسو پوځ د کودتا په کولو سره ولسمشر او لومړی وزیر نیولي‌ او په پوځي‌ کمپ کې توقیف کړي

د بورکینافاسو پوځ اعلان وکړ چې ولسمشر کابوره يي نیولی او د هغه حکومت يي پرزولی دی.

د بورکینافاسو پوځ نن دوشنبه د جنوري ۲۴ مه نیټه  اعلان وکړ چې د روچ کابوره حکومت يي نسکور کړی دی، اساسي‌ قانون يي ځنډولی او  حکومت او ملي‌ شورا يي منحل کړي ‌دي.

د بورکینافاسو د پوځ یو تن افسر د ملي‌ تلویزیون له لارې د کودتا  اعلامیه ولوسته.

د ویلو ده چې د بورکینافاسو پوځ نن ولسمشر روچ کابوره یرغمل ونیول او یو پوځي‌ کمپ‌ کې توقیف کړی دی.

همداشان پوځ لومړی وزیر او د ملي شورا رئیس هم نیولي‌ او په یوې پوځي‌ هډه کې توقیف کړي‌ دي.

په بورکینافاسو کې تیره ورځ په ځينو پوځي هډو کې د حکومت  مشرانو پر خلاف بغاوت پيل شو. نوموړو د پوځ نه د تندلارو ډلو پر خلاف د لا قوي‌ مبارزې غوښتنه کوله.



اړوند خبرونه