د اذربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا وسله واله نښته شوې ده .
د اذربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ترمنځه په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اذربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا وسله واله نښته شوې ده .
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې ارمني ځواکونو تیره ورځ د مازیګر په ساعتونو کې د کلبیجر په سیمه کې د اذربایجان په پوله ساتونو ځواکونو باندې ځیني پارونکي بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمنځه نښته وشوه.
د اذربایجان پوله ساتو ځواکونو سمدلاسه د ارمني پوله ساتو د پارونکو بریدونو په مقابل کې پر ځوابي بریدونو لاس پورې کړ.
په نښته کې د درندو وسله وال نه کار ندی اخیستل شوی .
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې د ارمني ځواکونو په برید کې د اذربایجان یو تن سرتیری په شهادت رسیدلی دی.
اذربایجان ویلي دي چې ددې نښتې او ناکراریو یواځنی لامل او مسئول ارمني پوځ او سیاسیون دي. د اذربایجان د دفاع وزارت بیا د ارمني ځواکونو دا پارونکي اقدامات په کلکه توګه غندلي دي.
د بله پلوه نړۍوالو رسنیو بیا ویلي دي چې د اذربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ترمنځه په نښته کې د دواړو خواوو نه ۴ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
پدې نښته کې د اذربایجان یو تن سرتیری په شهادت رسیدلی او د ارمنستان ۳ تنه سرتیري وژل شوي دي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.