د جاپان او سویلي کوریا پوځونو ویلي، شمالي کوریا د یوې اوونۍ په دننه کې دویم توغندی توغولی دی.
شمالي کوریا یو ځل بیا یو ناپیژانده توغندی وازمایه
د جاپان او سویلي کوریا پوځونو ویلي، شمالي کوریا د یوې اوونۍ په دننه کې دویم توغندی توغولی دی.
د سویلي کوریا پوځ په سیمه ییز وخت د سه شنبې په سهار د کوریا ټاپووزمې له ختیځ ساحل څخه د "ناپیژندل شوي توغندي" توغول تایید کړل.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز نن سې شبنه وویل چې شمالي کوریا یو ناپيژانده توغندی توغولی دی چې په لوی ګومان یو بالستیک توغندی وي. هغه ویلي دي چې دا توغندی د مځکې څخه ختیځ ساحل تر څیرمه سمندر ته توغول شوی دی.
هغه ویلي دي چې توغندی په سیمه ایز وخت د سې شنبې ورځې د سهار په ۷ بجو او ۲۲ دقیقو توغول شوی دی.
همداشان د جاپان ساحلي ګارد بیا ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوی ناپیژانده توغندی چې په لوی ګمان بالستیک توغندی وي د سهار په ۷ بجو او ۴۵ دقیقو په سمندر کې وغورځید. همداشان جاپان ساحلي ګارډ په سمندر کې په خپلو ټولو کښتیو غږ کړی دی چې لویدلي توغندي سیمې ته نږدې نشي.
د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا ۶ ورځې مخکې هم یو توغندی ازمایلی وو. شمالي کوریا د نوي ډول هایپرسونیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړی وو .
سویلي کوریا او جاپان د شمالي کوریا ددې ازمایښت په اړه خواشیني څرګنده کړې ده .