د ترکي دولتونو تشکیلاتو په قزاقستان کې د رامنځته شوو پيښو له امله ددې هیواد نه ملاتړ اعلان کړ.
ترکي دولتونو تشکیلاتو د قزاقستان سره د هر ډول مرستې لپاره چمتوالی وښود
د ترکي دولتونو تشکیلاتو په قزاقستان کې د رامنځته شوو پيښو له امله ددې هیواد نه ملاتړ اعلان کړ.
د ترکي دولتونو تشکیلاتو د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې " د ترکي دولتونو د تشکیلاتو غړي هیوادونه په قزاقستان کې د وروستیو پيښو په رڼا کې پدې هیواد کې سولې او استقرار ته ډیر زیات اهمیت ورکوي د قزاقستان سره د قوي هماهنګي اعلان کوو.
د ترکي دولتونو د تشکیلاتو د غړیو هیوادونو په توګه پوره باور لرو چې د قزاقستان خلک د اعتدال او وضعیت نورمال حالت ته د ستنیدو غوښتونکي دي.
همداشان پوره باور لرو چې د قزاقستان مسئولین په سوله ایزه توګه د روان تاوتریخوالي د لمنځه وړو، نظم او سکونت د تاسیسولو پوره ظرفیت او توان لري.
ترکي دولتونو تشکیلات د قزاقستان خلکو او حکومت د اړتیا وړ هر ډول مرستې ته چمتو دی."
په اعلامیه کې ددې پیښو د قربانیانو په خاطر د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې شوي دي او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه شوې ده.
د ویلو ده چې د ترکي دولتونو تشکیلات د ترکیې ، قزاقستان، اذربایجان، قیرغیزستان او ازبکستان په ګډون د پنځو هیوادونو نه جوړ دي. همداشان ترکمنستان او هنګري بیا د ناظرو هیوادونو په توګه ددې تشکیلاتو غړیتوب لري.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.