انګلستان ایران ته د اټومی پروګرام د مذاکراتو په اړه یو ځل بیا خبرداری ورکړ.
انګلستان پر ایران د اټومي پروګرام په اړه تفاهم ته د رسیدو وخت مخ په تیریدو دی غږ وکړ
انګلستان ایران ته د اټومی پروګرام د مذاکراتو په اړه یو ځل بیا خبرداری ورکړ.
د انلګستان لومړی وزیر بوریس جانسن ویلی دي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه تفاهم ته د رسیدو وخت په چټکۍ سره مخ په تیریدو دی.
د انګلستان د لومړي وزیر دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې لومړي وزیر بوریس جانسن د اسرائیل د لومړي وزیر نیفتالي بینیت سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د کرونا ویروس د نوې بڼې اومیکرون بر خلاف د مبارزې او ازادۍ سوداګرۍ د تړون سربیره د ایران د اټومي پروګرام د مذاکراتو په اړه چې د اتریش په پلازمینه ویانا کې دوام لري هم خبرې وکړې.
د انګلستان لومړي وزیر ویلي دي چې انګلستان غواړي دا اټومي مذاکرات په ډیره بریالۍ توګه پایته ورسیږي. خو ددې خبرې لپاره د ایران ښه نیت ښودل ډیر مهم دي.
جانسن ایران ته خبرداری ورکړی دی چې ډیپلوماټیکي دروازې پرانیستي دي خو تفاهم ته د رسیدو وخت په ډیرې چټکۍ سره د تیریدو په حال کې دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.