په امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۵ تنه وژل شوي دي

د امریکا متحده ایالتونو د کلوراډو په ایالت کې په د یو تن لخوا په څو جلا جلا  وسله والو بریدونو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1753930
په امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۵ تنه وژل شوي دي

د امریکا متحده ایالتونو د کلوراډو په ایالت کې په د یو تن لخوا په څو جلا جلا  وسله والو بریدونو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د یاد شوي ایالت پولیسو ویلي دي چې د دوشنبې د ماښام په  ساعتونو کې یو تن شکمن د ډنور په تجارتي  سیمه کې پر خلکو ډزې وکړې. پدې برید کې دوه تنه میرمنې مړې او یو تن بل نارینه ټپي شو.

د ډانور د پولیسو مشر پاول پازن خبري رسنیو ته وویل چې برید کوونکي  په ډانور ښار کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د دوو تنو میرمنو په ګډون درې تنه وژلي او یو تن بل يي ټپي کړی دی.

وروسته برید کوونکی د پولیسو سره په نښته کې ښکیل شو چې د یو تن پولیس د د ټپي کولو نه وروسته په تیښته بریالی شوی وو.

برید کوونکی له هغه ځایه ګاونډي ښار لیګوډ ته تښتیدلی وو چې هلته د پولیسو نښټه کړې وه

چې د پولیسو لخوا له خپو غورځول شوی دی. پولیسو د برید کوونکي  هویت ندی اعلان کړی

ددې بریدونو لامل هم معلوم ندی .

پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي لخوا په ترسره شوو بریدونو کې ۵ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. برید کوونکی د پولیسو تر تعقیب لاندې وو . 

د بریدونو په اړه تحقیقات دوام لري. 

 



اړوند خبرونه