په مداګاسکار کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په مداګاسکار کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ
د مداګاسکار په شمال ختیځ کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مداګاسکار د سمندري او بندونو اژانس ویلي دي چې د دسمبر د میاشتې د شلمې نیټې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د هیواد په شمال ختیځ کې یوه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه. په بیان کې راغلي دي چې دا کښتۍ د تخنیکي ستونزې نه وروسته په سمندر کې ډوبه شوې ده.
په کښتۍ چې ۱۳۸ تنو شتون درلود چې ۵۰ تنه يي ژوندي ژغورل شوي او ۸۳ تنو مړی د اوبو نه راویستل شوي دي. همداشان پدې پيښه کې ۵ تنه اوس هم لا درکه دي چې د موندولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.
د ام اس فرانسیا ۲ په نامه کښتۍ د تخنیکي ستونزې له امله ډوبه شوې ده .
د بله پلوه ددې پيښې نه وروسته یوې چورلکې چې د پیښې د ځای نه د لیدنې په موخه تللې وه هم سقوط کړی چې په نتیجه کې د صدرات یو تن چارواکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
په مداګاسکار کې ددې پيښې له امله ملي ویر اعلان شوی دی.