بایدن : که چیرې روغتیايي وضعیت راسره یاري وکړي د ولسمشرۍ راتلوونکې دورې ته به نوماند شم
د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل که چیرې روغتیايي حالت يي ښه وو د ولسمشرۍ راتلونکې دورې ته به هم ځان نوماند کړي.
د امریکا ولسمشر بایدن د اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون کولو او یا نه کولو په اړه معلومات ورکړل.
بایدن د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ولسمشرۍ راتلونکې دورې ته د ځان د نوماندولو پلان لرۍ او که نه ؟ وویل ، هو لرم يي.
هغه وویل چې ″ یو یو داسې انسان یم چې قدر او قسمت تر وروستۍ درجې درناوی لرم. ځکه چې قسمت څو ځله زما په ژوند کې راڅرګند شوی دی. که چیرې د اوس په څیر په هغه وخت کې هم زما روغتیايي وضعیت ښه وو خامخا به ځان نوماند کرم.″
همداشان بایدن د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ سره یو ځل بیا سیالۍ ته چمتو یاست؟ وویل ، ولې نه . د ټرمپ پر وړاندې ولې سیالي ونکړم، ځکه چې دا ډول سیالي توقعات ډیروي.
د ویلو ده چې سپینې ماڼۍ ددینه وړاندې هم ویلي وو چې ولسمشر جو بایدن به د راتلونکې دورې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي.
بایدن به په ۲۰۲۴ کال کې ۸۱ کلن شي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.