په امریکا کې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په مرستو کې ۱۰۰ میلیارده ډالره درغلۍ شوي
په امریکا متحده ایالتونو کې د نوي ډول کرونا ویروس د پراخې وبا ناورغۍ زیانمندو شوو کسانو نه ملاتړ لپاره د ځانګړو شوو مرستو نه لږ تر لږه ۱۰۰ میلیاردو ډالره غلا شوي دي.
په امریکا متحده ایالتونو کې د نوي ډول کرونا ویروس د پراخې وبا ناورغۍ زیانمندو شوو کسانو نه ملاتړ لپاره د ځانګړو شوو مرستو نه لږ تر لږه ۱۰۰ میلیاردو ډالره غلا شوي دي.
د امریکا د استخباراتو کوردیناتور رای داستون چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ اړوند د درغلیو د څیړولو مسئولیت په غاړه لري ویلي دي چې ، د استخباراتو لخوا په ترسره شوو څیړونو او تحقیقاتو کې دا معلومه شوې ده چې د امریکا د کار وزارت او کوچنیو تجارتونو د ادارې نه په اخیستل شوو د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ په مرستو کې ډیرې زیاتې درغلۍ او جعل کاري شوې ده.
هغه ویلي دي چې په امریکا کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پر مهال د مرستو د پروګرام په چوکاټ کې چې ۳ عشاریه ۴ تریلیونه ډالره دي لږ تر لږه ۳ سلنه درغلۍ شوې ده .
ډیری درغلۍ او جعل د بې کارۍ د معاشونو په ورکولو کې شوي دي. داسې اټکل کیږي چې د امریکا د کار وزارت ۸۷ میلیارده ډالره هغه کسانو ته ورکړي دي چې مستحق نه وو. کیدای شي چې پدې برخه کې ډیرې زیاتې درغلۍ شوي وي.
همداشان استخباراتو منسوبینو د بې کارۍ د بیمې او قرضو د پيښو په څیړولو کې د ۱ عشاریه دوه میلیاردو ډالرو په اندازه درغلۍ تثبیت کړي او دا پيسې ټولې بلاک کړي دي. همداشان د جعل کارانو نه ۲ عشاریه ۳ میلیارده ډالره تثبیت کړي او ټولې پيسې بلاکولو نه وروسته دولت خزانې ته ستنې کړي دي.
هغه وویل چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ په دوره کې تر اوسه پورې د څه باندې ۹۰۰ درغلیو په اړه دوسیې تر څیړونو لاندې دي او تر اوسه پورې ۱۰۰ تنه نیول شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.