په امریکا کې د اسلامي‌ شورا یو مهم چارواکی د اسلام ضد ډلو ته په جاسوسۍ تورن شو

د امریکا د اسلامي‌ اړیکو د شورا د اوهایو د ایالت مسئول اسلام دښمنو ډلو ته په جاسوسۍ تورن شوی دی

1749866
په امریکا کې د اسلامي‌ شورا یو مهم چارواکی د اسلام ضد ډلو ته په جاسوسۍ تورن شو

امریکا متحده ایالتونو د مسلمانانو تر ټولو سترو اسلامي‌ حرکتونو نه د امریکا د اسلامي‌ اړیکو د شورا د اوهایو د ایالت مسئول رومین اقبال د تیرو ۱۳ کلونو راهیسې  د اسلام ضد ډلو لپاره د جاسوسۍ په تور له دندې ګوښه کړی شو.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د خبر له مخې د امریکا د اسلامي‌ اړیکو شورا د اوهایو ایالت مسئول رومین اقبال د اوږدو کلونو راهیسې پدې ملکي‌ سازمان کې دنده ترسره کوله او د اسلامي‌ ټولنو مشکلاتو ته به حل لارې لټولې.

هغه به د مسلمانانو مشکلات اوریدل او د هغوی ته به يي پدې لاره کې لارښونې کولې. همداشان د هغوې د ژوند په اړه به يي به ډیره هراړخیزه توګه معلومات راټول.

د امریکا اسلامي‌ اړیکو شورا نوموړی د اسلام ضد ډلو ته په جاسوسۍ د تورنولو سره له دندې ګوښه کړ.

د امریکا د اسلامي‌ اړیکو شورا ویلي‌ دي‌ چې اقبال د تیرو ۱۳ کلونو راهیسې د مسلمانانو پټ معلومات د اسلام دښمنه ډلو سره شریکول او ددې شورا غونډو خبرې به يي په پټه توګه ثبتولې.

د بله پلوه د یادې شوې شورا د مدافع وکیل لینا ماصري د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې اقبال د امریکا د اسلامي‌ اړیکو شورا د اوهایو د دفتر اړوند په کریدت کارتونو وسلې هم پیرودلي‌ دي.

هغې ویلي‌ دي‌ چې د اقبال لخوا د پیرودل شوو وسلو او وسلو د پرزو په اړه يي د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې ته هړاړخیز معلومات ورکړي‌ دي.

د امریکا د اسلامي‌ اړیکو شورا رئیس نهاد عوض د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د اقبال کړنې د امریکا د وګړو په توګه زمونږ د محرم ، ملکي‌ حقونو او ازادیو نه ښکاره سرغړونه ده.



اړوند خبرونه