په امریکا کې په یو ښوونځي د وسله وال برید په نتیجه کې ګڼشمیر زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا متحده ایالتونو د میشیګان په ایالت کې په یوې لیسه کې د وسله وال برید له امله ۹ تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د امریکا متحده ایالتونو د میشیګان په ایالت کې په یوې لیسه کې د وسله وال برید له امله ۹ تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د میشیګان په ایالت کې د اکسفورد په لیسه کې یو تن پر زده کوونکو وسله وال برید وکړ.
د میشیګان ایالت پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی نیولی دی. همداشان د برید کوونکي وسله يي هم نیولې ده .
پیښه د میشیګان ایالت د اوکلانډ په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د اوکلاند ولسوالۍ د پولیسو خبري رسنیو ته وویل برید کوونکی هم د همدې لیسه زده کوونکی دی. هغه ښوونځي ته د ځان سره د وسلې د راوړولو نه وروسته په نورو زده کوونکو برید وکړ چې په نتیجه کې ۳ تنه زده کوونکي مړه او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پيښو قربانیان یو ۱۴ کلن، بل ۱۶ کلن او بل ۱۷ کلن دی.
پولیسو ویلي دي چې په تحقیقاتو کې معلومه شوې ده چې په برید کې کارول شوې وسله د برید کوونکي د پلار لخوا ۴ ورځې مخکې پیرودل شوې وه.
پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي نه په ترلاسه شوې وسله کې د ۱۵ نه تر ۲۰ مرمیو شتون درلود.
د پولیسو په وینا برید کوونکي د تحقیقاتو پر مهال د چپتیا د حق نه په استفادې سره هیڅ ندي ویلي.
برید کوونکی هم د همدې لیسې زده کوونکی دی او ۱۵ کاله عمر لري.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.