د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ روسیې ته سخت خبرداری ورکړ.

ناټو سازمان مشر : د روسیې لخوا پر اوکراین د برید په صورت کې به په روسیې ډیر سخت بدل پرې کړي

1740836
د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ روسیې ته سخت خبرداری ورکړ.

د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ روسیې ته سخت خبرداری ورکړ.

هغه وویل چې د روسیې لخوا د اوکراین په پولو کې د خپلو ځواکونو ځای په ځای کول او هلته پوځي‌ فعالتونو زمونږ جدي‌ اندیښنې پارولي دي.

هغه روسیې ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر خلاف د کوچني‌ برید په صورت کې به پرې ډیر سخت بدل پرې کړي. هم به پرې اقتصادي‌ او هم به پرې سیاسي‌ بدل پرې کړي.

ستولتنبرګ دا څرګندونې د لیتونیا د ولسمشر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه وکړې. د ویلو ده چې نن په لیتونیا کې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه جوړیږي. دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي.

ستولتنبرګ وویل چې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به د روسیې لخوا د اوکراین په پولو  کې د پوځي‌ فعالیتونو او پوځونو د ځای په ځای کولو په مسئلې، د بیلاروس نه پولنډ، لیتونیا او لیتوانیا  پولو ته د تیریدونکو ناقانونه کډوالو او په سیمه کې د وروستي‌ وضعیت په اړه په هر اړخیزه توګه خبرې وکړي.

هغه وویل چې د بیلاروس حکومت د کډوالو نه بده او ناوړه ګټه پورته کوي‌ چې دا مسئله د سیمې امنیت د جدي‌ ګواښ سره مخامخوي.

هغه وویل چې د اوکراین او روسیې په پولو کې روان پرمختګونه او وضعیت د نږدې نه څاري‌ او زیاته کړه ، روسیې د روان کال په دننه کې د دویم ځل لپاره په غیرې معمولي‌ ډول خپل ځواکونه د اوکراین سره په پوله کې ځای په ځای کړي‌ دي. خپلې درندې وسلې، توپچي‌ او زغروال ځواکونه، بې پیلوټه الوتکې او الکټرونکی جګړیز سیستمونه او په لسګونو زره تنه سرتیري‌ دلته لیدل کیږي.

روسیې ددې ځواکونو دلته د ځای په ځای کولو لامل ندی په ګوټه کړی. دا حالت د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی کوي. هغه روسیې ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین په مقابل کې د هر ډول برید په صورت کې به پدې هیواد ډیر سخت بدل پرې کړي. دا بدل به پرې هم په سیاسي‌ او هم په اقتصادي‌ ډګر کې پرې کړي. روسیه باید د شفافیت نه کار واخلي. روان تاوتریخوالي‌ کچه باید راټیټه کړي.



اړوند خبرونه