په هندوستان کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
په هندوستان کې د بس او لارۍ د جنګیدو په نتیجه کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
1739665
په هندوستان کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د هندوستان د د لویدیځ بنګال ایالت د نادیه په ولسوالۍ کې د ټرافیکي پيښې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د لویدیځ بنګال پولیسو ویلي دي یو بس موټر چې مړي هندو سوزان ته انتقالول او ګنشمیر کسان هم پکې سپاره ول په لاره کې د ولاړې یوې لارۍ سره ټکر کړی دی.
پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې ده چې دا پيښه د ډیر زیات سرعت په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
د پيښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.