په فرانسه کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنخته شوه.
په فرانسه کې د کډوالو یوه کښتۍ چې د کاله د ښار نه د مانش کانال له لارې انګلستان ته د تیریدو هڅه کوله په سمندر کې ډوبه شوه
په فرانسه کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنخته شوه.
د ویلو ده چې دا پدې وروستیو کې تر ټولو خونړۍ پیښه وه چې رامنځته کیږي.
نوموړو کډوالو غوښتل چې د فرانسې د کاله د ښار نه انګلستان ته تیر شي.
د فرانسې پولیسو ویلي دي چې نن چارشنبه د نوامبر ۲۴ مه نیټه د غیرې قانوني کډوالو یوه کښتۍ د کاله د بندري ښار په اوبو کې ډوبه شوې چې له امله يي ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو په اړه خبر یو کب نیوونکې پولیسو ته ورکړی دی.
کله چې د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدل لږ تر لږه ۲۷ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو.
نوموړو کډوالو چې د فرانسې د کاله د بندري ښار د مانش د کانال له لارې انګلستان ته د تیریدو هڅه کوله چې په سمندر کې ډوبه شوه.
ویل کیږي دا پدې وروستیو کې په سیمه کې رامنځته شوې تر ټولو خونړۍ پيښه ده.
د بله پلوه انګلستان حکومت ددې پیښې نه وروسته د بیړنۍ غونډې د جوړولو پریکړه کړې ده.
د ویلو ده چې په زرګونو تنه کډوالو د مانش د کانال له لارې ځان انګلستان ته د رسولو هڅه کوي. همداشان د روان کال د پيل راهیسې نږدې ۲۳ زرو تنو ناقانونه کډوالو د همدې کانال له لارې ځان انګلستان ته رسولی دی.
انګلستان او فرانسه د کډوالو په مسئله کې په یو بل نیوکې کوي. انګلستان یو څه موده مخکې ویلي وو چې فرانسې پر خپلو پولو کنټرول د لاسه ورکړی دی.
فرانسې بیا د کډوالو د ستونزې مسئول انګلستان بولي. فرانسه وايي چې په انګلستان کې د کار قوانین کډوال دې هیواد ته تلو ته هڅوي.
د انګلستان حکومت ویلي دي چې یواځې د نوامبر په ۱۱ مه نیټه نږدې زر تنه کډوال د مانش د کانال له لارې انګلستان ته تیر شوي دي. دا تر ټولو ستر رقم دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.