په بلغاریا کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنخته شوه.
په بلغاریا کې په یوې ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ
په بلغاریا کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنخته شوه.
د بلغاریا مقاماتو ویلي دي چې د پلازمینې صوفیه لویدیځ لوري کې یو مساپروړونکی بس موټر د کنټرول د لاسه ورکولو نه وروسته د سړک د غاړې د موانعو سره د جنګیدو نه وروسته اور اخیستی دی.
پدې پيښه کې لږ تر لږه ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
بس د شمالي مقدونیا د یو ټرانسپورتي شرکت اړوند دی چې شمالي مقدونیا ته روان وو.
پيښه د پلازمینه صوفیه لویدیځ لوري ته د پرنیک ښار ته نږدې رامنخته شوې ده .
د بلغاریايي سرچینو د خبر له مخې ددې پیښې قربانیان ټول د شمالي مقدونیا وګړي دي.
په پيښه کې ۱۲ تنو ماشومانو په ګډون ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان پدې پيښه کې ۷ تنه ټپیان ژغورل شوي دي چې د تداوۍ په موخه د صوفیه روغتونونو ته استول شوي دي.
دې بس موټر د استانبول نه د شمالي مقدونیا پر لورې حرکت کړی وو چې په بلغاریا کې ټرافیکي پيښه وکړه. د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
د بله پلوه تیره شپه د بلغاریا د وارنا په سیمه کې د زړو د پالنې په یو مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.