په کاناډا کې وروستیو سلاونو  نږدې ۱۸۰۰۰ زره تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

په کاناډا کې سیلاونو په زرګونو کورونه زیانمند کړي دی

1736053
په کاناډا کې وروستیو سلاونو  نږدې ۱۸۰۰۰ زره تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

په کاناډا کې وروستیو سلاونو  نږدې ۱۸۰۰۰ زره تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

د کاناډا د بریتانیا کولمبیا په سیمه کې د ډیرو زورور بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله په زرګونو کورونو زیان لیدلی دی.

د برتیانیا کولمبیا ځايي ادارې په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د کولمبیا سیمې مسئولینو ویلي دي چې تر اوسه پورې د سیلاب ځپلو سیمو نه ۱۷۷۷۵ تنه خوندي سیمو ته تخلیه شوي دي.

د بریتانیا کولمبیا ایالت لومړي  وزیر جان هارګن ویلي دي چې فدرال او ځايي ادارې د ناورین پر خلاف په ګډه مبارزه کوي او د سیلاب ځپلو سره د مرستوپه خاطر بیړني حالت د پرسونل سره په ګډه کار کوو.   

همداشان هغه وویل چې په سیمه کې د ۱۴ ورځو لپاره بیړنی حالت اعلان کړ.

همداشان د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې دا موده وغځول شي. د بیړني حالت تصمیم د سیلاب ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو او د اړوندو اداراتو ترمنځه د لا ښې همکاهنګۍ په خاطر نیول شوی دی.


پيوندونه: #سیلاونه , #کاناډا

اړوند خبرونه