امریکا متحده ایالتونو د لبنان د پوځ سره د شپږو پوځي چورلکو مرسته وکړه.
امریکا د لبنان سره ۶ پوځي چورلکو مرسته وکړه
1735082
امریکا دا پوځي چورلکې د ځانګړو مراسمو په ترځ کې د لبنان پوځ ته وسپارلې.
په لبنان کې د امریکا سفارت د خپلې رسمي انټرنټ پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې نوموړې چورلکې د لبنان په شمال کې د همت په عسکري هډه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لبنان پوځ ته وسپارل شوې.
پدې مراسمو کې د لبنان لوی درستیز جوزیف اون او په لبنان کې د امریکا سفیر ګډون کړی وو.
په بیان کې راغلي دي چې د نوموړ چورلکو قیمت ۴۰ میلیونه ډالره دي.
دا چورلکې څارونکې او تعرضي چورلکې دي. د امریکا ولسمشر جو بایدن د سپټمبر د میاشتې په نهمه نیټه د لبنان د پوځ د ظرفیت د لوړولو په خاطر ددې هیواد سره د ۴۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د مرستې پاکټ لاسلیک کړی وو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.