په تاتارستان کې الوتکې سقوط وکړ

په تاتارستان کې د الوتکې د سقوط له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1717453
په تاتارستان کې الوتکې سقوط وکړ

د روسیې اړوند په تاتارستان کې جمهوریت کې د الوتکې د سقوط له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت  د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  یوې ال ۴۱۰ ډولې الوتکې چې فراشوټچیان يي انتقالول د سهار په ساعتونو کې د تاتارستان  مینزیل د ښار ترڅنګ د هوايي دګر نه د الوتنې نه  وروسته ولویده.

په الوتکه کې ۲۲ تنو شتون درلود چې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

الوتکه د روسیې د مځکنیو، سمندري‌‌ او هوايي ځواکونو د مرستندویه ټولنې اړوند وه .

د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندي‌ خو په اړه يي تحقیقات پیل شوي‌ دي.

د تاتارستان ولسمشر رستم میني‌ خانوف د پيښې د ځای نه د لیدنې نه وروسته وویل چې الوتکې په ماشین کې د تخنیکي‌ ستونزې د رامنځته کیدو له امله سقوط کړی دی.

همداشان د تاتارستان ولسمشر د اکتوبر ۱۱ مه نيټه په تاتارستان کې د ملي‌ ماتم ورځ‌ اعلان کړه.



اړوند خبرونه