مک کینزي : طالبانو مونږ ته د کابل امنیت تاسې په غاړه واخلۍ وړاندیز وکړ
د امریکا د مرکزي قوتونو قومندان جنرال مک کینزي وویل چې طالبانو ورته د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر د بشپړیدو پورې د کابل امنیت دې امریکايي ځواکونه په په غاړه واخلي وړاندیز کړی وو.
د امریکا دفاع وزیر لوید استین، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوتونو قومندان مک کینزي د امریکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو کمیټې ته د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو د بهیر په اړه سپیناوی ورکړ.
مک کینزي وویل چې د کابل د سقوط نه وروسته مو طالبانو ته د کابل نه د امریکايي ځواکونو او وګړو د تخلیې د عملیاتو پر خلاف د کوچنۍ مداخلې په صورت کې به پر هغوې ډیر سخت بدل پرې کړي خبرداری ورکړی وو. هغه وویل چې د اګست په ۱۵ مه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې مو یو ځل بیا هغه ته خبرداری ورکړ.
مک کینزي وویل چې ملا برادر ورته پدې لیدنه کې د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر د بشپړیدو پورې د کابل امنیت دې امریکايي ځواکونه په غاړه واخلي وړاندیز وکړ.
هغه وویل چې مونږ ملا برادر ته د کابل امنیت د په غاړه اخیستو اجازه ورکړه. پدې غونډه کې هغه راته وویل چې د کابل امنیت تاسې په غاړه واخلۍ خو ماته امر بل څه شوی وو او ددې خبرې لپاره مونږ کافي امکانات هم نه درلودل.
هغه ددې پوښتنې په ځواب چې ایا د طالبانو دا وړاندیز مو ولسمشر بایدن ته ورسو او که نه وویل، ما دا وړاندیز خپلو قومندانانو ته ورسو.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو ددې وړاندیز د ردولو او په کابل کې د امریکايي ځواکونو امنیت طالبانو ته د سپارولو امر چا ورکړ؟ وویل، ما داسې ګومان وکړ چې د طالبانو دا وړاندیز کومه رسمي بڼه نلري. او بله خبره زه ددې مسئلې په خاطر هلته نه وم تللی. ما د هغوې وړاندیز خپلو قومندانانو ته ورسو. وروسته مې مسئله تعقیب نکړه.
مک کینزي د بګرام د هوايي هډې د وخت نه مخکې د تخلیې او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو د پوښتنو په ځواب کې وویل ، که چیرې د افغانستان حکومت سقوط نوی کړی کیدای شو چې مونږ ۲۵۰۰ تنه سرتیري پدې هیواد کې پاتې کړو.
هغه وویل چې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو امر او افغانستان د دولت سقوط د بګرام د هوايي ډګر د وخت نه مخکې تخلیې ته مونږ اړ کړو.
د بله پلوه د امریکا د دفاع وزیر لوید استین بیا د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او هغوې د افغان همکارانو د تخلیې په پروګرام کې د ځنډ په مسئله کې د بهرنیو چارو وزارت مقصر وباله.
هغه وویل چې د افغانستان نه د تخلیې چارې څه ډول او څه وخت د پيلولو دنده د بهرنیو چارو وزارت وه. مونږ یواځې هغوې ته مرسته کوله .