شمالي کوریا نوی ډول " هایپرسونیک " توغندی وازمایه.
شمالي کوریا یو ځل بیا یو ډیر پرمختللی توغندی وازمایه
د چین رسمي خبري اژانس ویلي دي چې دې هیواد پرون د هواسانګ ۸ په نامه پرمختللی توغندی په ډیر بریالیتوب سره وازمایه.
شمالي کوریا د هواسانګ ۸ د توغندي سره د لومړي ځل لپاره ددې وسلو په چټکه او اغیزمنده توګه د حرکت قابلیت ورکوونکي د نفتو امپول هم استفادې ته چمتو کړ.
د شمالي کوریا یو تن مبصر انکیت پاندا ویلي دي چې د نفتو امپول کارول په اصل کې د دفاعي سیستم له پلوه یو ډیر مهم پرمختګ دی.
د شمالي کوریا خبري اژانس ویلي دي چې دا نوې وسله به د هیواد د ستراتیژیکو وسلو سره لا زیاته مرسته وکړي او دا به د هیواد تر ټولو د نوو پنځو وسلو نه یوه وي.
د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا د یوې میاشتې په دننه کې د دریم ځل لپاره نوې وسلې وازمایلې.
تیره ورځ جاپان وویل چې شمالي کوریا یو ځل بیا یو نامعلوم توغندی وازمایه.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.