مکسیکو کې د ریشتر په کچه د ۷ په شدت سره زورورې زلزلې ولړزو

په مکسیکو کې یوه ډیره زوروره زلزله رامنځته شوې ده

1704219
مکسیکو کې د ریشتر په کچه د ۷ په شدت سره زورورې زلزلې ولړزو

په مکسیکو کې یوه ډیره زوروره زلزله رامنځته شوې ده . مکسیکو د ریشتر په کچه د ۷ په لویوالي زورورې زلزلې وړزو.

د ویلو ده چې لومړی د زلزلې شدت د ریشتر په کچه ۷ عشاریه ۴ اعلان شوی وو خو وروسته بیا ۷ اعلان شو.

د زلزلې نه وروسته په سیمه کې د سونامي خبرداری ورکړ شوی دی.

په زلزله کې تر اوسه پورې د ځاني‌ زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.

د امریکا مځکپیژندونې ادارې ویلي‌ دي‌ چې  دا زلزله د  لوس اورګانوس د سان اګوستین د سیمې د شمال لویدیځ  شمالي‌ لورې  ته په ۴ کیلومترۍ کې او  بحرالکایل  اکاپولکو تفریحي‌ ښار په ۱۲ کیلومترۍ کې  رامنځته شوې ده.

همداشان د سونامي‌ خبرداری ورکړ شوی دی. ویل کیږي‌ د زلزلې د قوي‌ ټکانونو له امله ځینو لارو ته ډیر ستر ستر ګټان لویدلي‌ دي‌ او مځکښویدنې هم رامنځته شوي‌ دي.

د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې خبر ندی ورکړ شوی .


پيوندونه: #زلزله , #مکسیکو

اړوند خبرونه