پوتین : امریکا او لویدیځه نړۍ باید د افغانستان د مسئلې نه ښه درس واخلي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې امریکا د افغانستان نه د وتو سره پدې هیواد کې ستر بشي ناورین رامنځته شوی دی.

1702044
پوتین : امریکا او لویدیځه نړۍ باید د افغانستان د مسئلې نه ښه درس واخلي

 

پوتین د روسیې د ولادی وستوک په ښار کې جوړ شوي  اقتصادي  غونډې ته په وینا کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو نه یادونه وکړه.

هغه وویل چې امریکا او نور لویدیځوال هیوادونه د افغانستان نه د وتو سره باید ډیر ښه درس اخیستی وي.

هغه وویل " هغوې پخپله هم پدې خبره اعتراف کوي  چې افغانستان ته د ننوتو سره ډیرې زیاتې خطاګانې کړي دي. خو له بده مرغه چې نن ورځ ورته خطا ګانې یو ځل بیا تکراروي. په نورو هیوادونو تحریمونو لګولو سره دا خطاګانې تکراروي. زه پوښتنه کوم چې ایا تحریم لګول څه معنا؟ دوې دا تحریمونه په یو هیواد د خپلو شرایطو د تحمیلولو په خاطر لګوي. ددوې د تحریمونو اصلي  هدف خپل اصول په نورو باندې تحمیلول دي.

که چیرې دوي په حقیقت د خپلو خطاګانو  نه درس واخلي هغه وخت به په نړۍوال سیاست کې د ډیرو زیاتو اصلاحاتو او تغیراتو شاهدي  وکړو."

پوتین ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا د افغانستان په ماجرا څه باندې یو نیم تریلیون ډالره په مصرف ورسول. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  امریکایان خو ډیر زیات باپروګرامه خلک دي خو زه پوښتنه کوم چې په افغانستان کې ددوې مصارفاتو نتیجه څه وه او څه ده؟ که چیرې په افغانستان کې د امریکا او د هغوې د ګټو لپاره کارکوونکو افغانانو شمیرې ته چې اوس يي په سپین میدان خوشې کړي دي وګړو دا په اصل کې یو ستر بشري ناورین دی.

پوتین وویل چې دیموکراسي په یو هیواد باندې د وسلو په زور سره تحمیلول ناممکنه خبره ده. د منلو وړ خبره نده. هو که چیرې خلک ډیموکراسۍ ته اړتیا وویني  پخپله ډیموکراسۍ ته ترجیح ورکوي  پدې مسئله کې زور او زیاتي ته اړتیا نشته.

هغه وویل چې روسیه هیڅوک د افغانستان د تجزیې پلوي نه وو او نه هم دی.

زه پوښتنه کوم که چیرې افغانستان تجزیه شي زه مخاطب به څوک وي؟ روسیه باید دا حقیقت درک کړي چې طالبانو د چا خبره ټول افغانستان نیولی دی. په هر څومره چټکۍ  چې طالبان مدني  ټولنو  کې ورداخل شي په هماغه اندازه به ددوې سره اړیکو ټینګول، بعضو ستونزو حل، د مدني ټولنو د اصولو بیانول او د هغوې تر اغیزو لاندې راوستل به اسانه شي.

هغه وویل چې د طالبانو حکومت د په رسمیت پیژندو په خاطر د هغوې خبرې نه بلکې په عمل او اجراعاتو غور وشي. د هغوې اجراعات باید ولیدل شي.



اړوند خبرونه