د امریکا د میامي په ښار کې په چپه شوې ودانۍ کې د پلټنې چارې پایته ورسیدې

په میامي‌ کې په چپه شوې ودانې کې د پلټنو په ترڅ کې د ۹۷ تنو مړي‌ موندل شوي‌ دي

1679419
د امریکا د میامي په ښار کې په چپه شوې ودانۍ کې د پلټنې چارې پایته ورسیدې

د امریکا متحده ایالتونو د میامي‌ په ښار کې  په چپه شوې  ودانۍ کې د پلټنې چارې پایته ورسیدې.

د سیمه ایزو مقاماتو په وینا د پلټنو په نتیجه کې د ۹۷ تنو  مړي‌ موندل شوي دي‌ او یو تن اوس هم لا درکه دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د چپه شوې ودانۍ د خاورې لاندې د موندل شوو توکو په اړه به تحقیقات دوام وکړي.

د ویلو ده چې د جون د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د میامي‌ ښار د سورف سایډ په سیمه کې د یوې ۱۲ پوړیزې ودانۍ لویه برخه کې چپه شوه. همداشان پاتې برخه يي هم د امنیتي‌ دلایلو له امله وروسته چپه کړی شوه.

همداشان د سیمې چارواکیو ویلي‌ دي‌ په ۲۰۱۸ کال کې د دې سترې ودانۍ مسئولینو په ودانۍ کې د رامنځته شوو ستونزو له امله خبرداری ورکړی وو.


پيوندونه: #میامي , #امریکا

اړوند خبرونه