تاجکستان په لسګونو زره افغان کډوالو ته پناه ورکولو ته تیاری نیسي
تاجکستان د افغانستان سره په پوله کې د افغان کډوالو احتمالي څپې لپاره تیاری نیسي
تاجکستان په ګاونډي هیواد افغانستان کې پدې وروستیو کې د امنیتي وضعیت د ډیر زیات خرابیدو او جګړو د کچې د لوړیدو له امله ۱۰۰ زرو افغان کډوالو ته پناه ورکولو ته چمتوالی نیسي.
په افغانستان کې طالبانو پدې وروستیو کې جګړې د ساحې او د خپل حاکمیت لاندې د سیمو د پراخولو له امله تاجکستان د افغانانو د کډوالۍ احتمالي څپې ته چمتوالی نیسي.
د تاجکستان د بیړنیو حالاتو د کمیسیون مرستیال امام علي ابراهیم زاده خبري غونډې ته وویل چې ، افغانستان سره په پوله کې د خاطلون او بدخشان د ولایت نه احتمالي کډوالۍ څپې په خاطر يي په چمتوالي نیولو پيل کړی دی. د اړتیا وړ توکو لپاره يي د ډیپوګانو په جوړولو پیل کړی دی.
د افغانستان سره په پوله کې به دوه ستر ډیپوګان جوړ کړو.
د افغانستان نه د شلو کلونو وروسته د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته پدې هیواد کې جګړو یو ځل بیا زور اخیستی دی.
د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه جګړو زیاتیدو یو ځل بیا په زرګونو کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړي دي.
د پنټاګون د اټکلونو له مخې طالبانو د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې ګن شمیر ولسوالۍ نیولي دي.
طالبانو د جون په ۲۲ مه نيټه د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې د تاجکستان سره سرحدي دروازې او سیمې ونیوله.