روسي‌ متخصصین : ترکیه یو ډیر مهم هیواد دی

روسي‌ متخصصینو ویلي‌ دي‌ چې ترکیې په نړۍواله کچه ډیر مهم رول لوبولی او د هرې ورځې په تیریدو سره يي‌ رول پياوړی کیږي.

1679118
روسي‌ متخصصین : ترکیه یو ډیر مهم هیواد دی

روسي‌ متخصصینو ویلي‌ دي‌ چې ترکیې په نړۍواله کچه ډیر مهم رول لوبولی او د هرې ورځې په تیریدو سره يي‌ رول پياوړی کیږي. ترکیه په یو سیمه ایز قوت بدل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ اکاډمۍ اړوند د تازه نړۍوالو ستونزو په انیستیتیوت  کې د روسیې او ترکیې  پرون – نن او سبا تر عنوان لاندې ګرډي‌ میز غونډه وکړه .

ددې انیستیتیوت رئیس اولیګ کارپو ویچ د روسیې او ترکیې د اړیکو په ارزښت او اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل چې " ترکیې پدې وروستیو کې په نړۍواله کچه ډیر مهم رول لوبوي. د همدې امله د ترکیې او روسیې اړیکو ډیره زیاته وده کړې او پر مهمې اجنډا بدلې شوي‌ دي.

هغه وویل چې ترکیې په ځانګړې توګه په سویلي‌ قفقاس او منځنۍ اسیا کې ډیر مهم رول پر لوبولو پيل کړی دی.

همداشان پدې غونډه کې د مدرنې ترکیې د تحقیقاتي‌ مرکز رئیس امور ګاژییف وویل چې ترکیه د خپلو ملي‌ منافعو په چوکاټ کې حرکت کوي.

ترکیې په ځانګړې توګه په وروستیو پنځو کلونو کې په سیمه کې خپل موقف ډیر زیات پیاوړی کړی او پر ګاونډیو هیوادونو يي اغیزې ډیرې زیاتې شوي‌ دي.

هغه وویل چې روسیې او ترکیې د سوریې، لیبیا، قره باغ مسئلو په حل کې ډیر مهم رول لوبولی دی. د دواړو ترمنځه دوه اړخیزې اړیکې په ستراتیژیکه کچه کې قرار لري.

همداشان ددې انیستیتیوت د اورواسیا څیړنیز مرکز رئیس علي مصطفی بیلي وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ډیر زیات درناوی لري.

هغه وویل چې " اردوغان یو ډیر قوي‌ او پیاوړی مشر دی. هغه تل په خپلواکه توګه حرکت کولو ته ترجیح ورکوي."

همداشان ددې  انیستیتیوت د اروپا او اسیا د کولتوري‌ مرکز رئیس رازق امیروف  وویل چې ترکیه د جیوپولتیک پلوه یو ډیر مهم هیواد دی.



اړوند خبرونه