په اوزبیکستان کې د اکتوبر په ۲۴ مه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.
په اوزبیکستان کې د ټاکنو په قانون کې د تعدیل نه وروسته ټاکنې ۲ میاشتې مخکې ترسره کیږي
د اوزبیکستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس نظام خوجایوف خبري غونډې ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هیواد کې د اکتوبر په ۲۴ مه نیټه د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو پریکړه وکړه.
هغه وویل چې د ولسمشرۍ د نوماندانو ټاکنیز کمپاین سر د نن نه پیل شو.
د ویلو ده چې د اوزبیکستان د مشرانو جرګې د روان کال د فبروري په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې د دسمبر میاشت پر ځای د اکتوبر په میاشت کې د ترسره کولو په د ټاکنو په قانون کې اصلاحات تصویب کړل.
د ټاکنو په قانون کې د ترسره شوو اصلاحاتو له مخې په اوزبیکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې چې ددینه مخکې دسمبر د میاشتې د شلمې نیټې نه وروسته په لومړنۍ یکشبنې ورځ ترسره کیدلې ددینه وروسته به د اکتوبر د میاشتې د شلمې نیټې نه وروسته په لومړنۍ یکشنبې ترسره شي.
د ویلو ده چې د اوزبیکستان د اساسي قانون له مخې پدې هیواد کې په هرو پنځو کلونو کې یو ځل د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي او د ولسمشر د دندې موده پنځه کاله ده.
په اوزبیکستان کې وروستۍ د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په میاشت کې ترسره شوې وې.
په تیرو ټاکنو کې موجود ولسمشر شوکت میرضیایوف د ۸۸ عشاریه ۶۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو.