پاکستان د ټیک ټاک شرکت فعالیت وځنډو

په پاکستان کې محکمې د چین د ټولنیزې رسنیو د مشهورو شرکتونو نه د ټیک ټاک فعالیت ودرو.

1666706
پاکستان د ټیک ټاک شرکت فعالیت وځنډو

 

د پاکستان محکمې د جولای د ۸ نیټې نه په اعتبار سره په پاکستان کې د ټیک ټاک فعالیت وځنډو.

محکمې دا شرکت د پاکستان د حقوقو، اسلام دین د اساساتو او پاکستان کولتور او فرهنګ ته د سپکاوي‌ او احترام نه کولو په تور تورن کړی دی.

د پاکستان د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې د سیند ایالت عالي‌ محکمې  د ټیک ټاک د شرکت په اړه د بد اخلاقۍ، ناروا او د اسلام ضد  ویدیو ګانو د نشرولو او د پاکستان خلکو ته د سپکاوي‌ له امله د ټیک ټاک شرکت پر خلاف د ثبت شوو اقامه د دعواګانو له امله ددې شرکت د فعالیت د ځنډولو حکم وکړ.

محکمې ویلي‌ دي‌ چې نوموړي‌ شرکت ددینه مخکې د بد اخلاقه ، ناروا ، د اسلام  او پاکستان د فرهنګ او کولتور ضد ویدیوګانو د لرې کولو ژمنه کړې وه خو یاد شوي‌ شرکت خپله ژمنه پر ځاې کړې نده.


پيوندونه: #ټیک ټاک , #پاکستان

اړوند خبرونه