امریکا : د امریکا نوی منتخب ولسمشر رئیسي د بشري‌ حقونو د تیریو مسئول دی

جن ساکي : د ایران نوی ولسمشر به  د ترسره کړو بشري حقونو د تیریو   مسئول وي.

1662571
امریکا : د امریکا نوی منتخب ولسمشر رئیسي د بشري‌ حقونو د تیریو مسئول دی

د امریکا متحده ایالتونو د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي  د ایران د نوي‌ منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په اړه چې د امریکا لخوا د بشري‌ حقونو نه د سرغړونو په تور د بشري‌ حقونو نه د سرغړونکو په لست کې شامل شوی دی وویل چې " د ایران نوی ولسمشر به  د ترسره کړو بشري حقونو د تیریو له امله   مسئول وي."

هغه  په سپینه ماڼۍ کې خبري‌ غونډې ته  په ایران کې  د حکومت  د بدلون نه وروسته ددې هیواد سره د اټومي‌ مذاکراتو د دوام په اړه د پوښتنې  په ځواب کې وویل " د امریکا ولسمشر جو بایدن ددې مذاکراتو اصلي تصمیم نیوونکی د ایران دیني‌ مشر ایت الله علي‌ خامنه يي بولي. دا خبره په ایران کې د ټاکنو نه مخکې هم په همدې شان وه او وروسته به هم په همدې شان وي. "

هغه دې خبرې ته په اشارې سره وویل چې  د ایران نوی منختب ولسمشر رئیسي د بشري‌ حقونو نه د تیریو له امله د امریکا د بشري‌ حقونو د تیري‌ کوونکو په لست کې شتون لري.

هغه وویل چې د ایران نوی ولسمشر به د ترسره کړو بشري حقونو د تیریو مسئول وي. همداشان هغه وویل چې مونږ د ایران پر حکومت د سیاسي‌ زندانیانو د خوشې کولو، بشري‌ حقونو او اساسي‌ ازادیو ته د درناوي‌ بلنه ورکوو.

هغه زیاته کړه چې د ایران سره اټومي‌ مذاکرات دوام لري‌ خو تر اوسه پورې کومې نهايي نتیجې ته نه یو رسیدلي.

هغې وویل چې ایران د نړۍ په کچه د بشري‌ حقونو او یا د سیمې سره په اړیکو کې ښه اکټور ندی. مونږ د خپلو ملي‌ منافعو په خاطر د ایران سره د اټومي‌ تړون په لټه کې یو خو د پاسنې مسئلې هم د نظر نه نه غورځو.

د بله پلوه ساکي‌ د جون په ۲۵ مه نيټه د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني‌ سره د لیدنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل " ښاغلی باید دې لیدنې ته ډیر زیات ارزښت ورکوي. پدې لیدنه کې به بایدن او غني‌  د ګډو کاري‌ برخو او بشري‌ حقونو په برخو کې د مرستې په مسئلې په هر اړخیزه توګه خبري‌ وکړي. "

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر د ملي‌ مصالحې د عالي شورا د رئيس عبدالله عبدالله په ملګرتیا امریکا ته سفر کوي. هغه به د جون په ۲۵ مه نيټه  په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه.

غني‌ پداسې حال کې امریکا ته سفر کوي‌ چې په افغانستان کې طالبانو لخوا پر حکومت فشارونه ډیر شوي‌ دي. طالبانو په ډیره کمه موده کې د ډیرو زیاتو ولسوالیو د نیولو نه خبر ورکول کیږي.



اړوند خبرونه