د کاناډا لومړی وزیر : کاتولیک کلیسا باید د کاناډا د اصلي‌ اوسیدونکو نه بښنه وغواړي

د کاناډا لومړی وزیر: د دوامداره ښوونځیو تر نامه لاندې د کاتولیک کلیسا سیستم او پروګرام د کاناډا په تاریخ کې تر ټولو تورتم دوره وه

1662665
د کاناډا لومړی وزیر : کاتولیک کلیسا باید د کاناډا د اصلي‌ اوسیدونکو نه بښنه وغواړي

د کاناډا لومړي‌ وزیر جاستین تروډو د کاتولیک کلیسا د ښوونځي‌ په لیلیه کې د وژل شوو ماشومانو په اړه وویل چې " پدې مسئله کې یواځې د بښنې غوښتنه کافي‌ نده. مونږ باید په ماضي‌ کې ترسره کړي‌ اشتباهات جبران کړو او پدې برخه کې موجودې ستونزې باید حل کړو. "

تروډو د جون ۲۱ مه په کاناډا کې هر کال په منظم ډول لمانځل کیدونکې د ځايي‌ خلکو د ملي‌ ورځې په مناسبت په خپور کړي‌ پیغام کې په کاناډا کې د ځايي‌ او ملي‌ خلکو پر اهمیت او په ترسره کړو مرستو  ټینګار کړی دی.

هغه ویلي‌ دي چې  د کاناډا په تاریخ کې د کاتولیکو کلیساګانو د ښوونځیو مسئله تر ټولو تورتم دوره ده.

په هغه وخت کې د لیلیه لرونکو یا دوامداره ښوونځیو د سیستم تر نامه لاندې لږ تر لږه ۱۵۰ زره تنه ماشومانو د خپلو کورنیو  او ټولنو نه په زور سره جلا شوي‌ او په قصدي‌ ډول د لمنځه وړو په خاطر داسې ځایونو ته چې د هغوې  په ژبې، کولتور او فرهنګ باندې بندیز لګول شوی وو په ښوونځیو کې ځای په ځای شوي‌ دي. پدې ښوونځیو کې پدې ماشومانو روحي، فزیکي‌ او جنسي تیری شوی دی.

ټروډو وویل چې حقیقت موندنې کمیسیون دا خبره معلومه کړې ده چې دې ښوونځیو ته استول شوي‌ په زرګونو ماشومان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي‌ ندي.

هغه وویل چې زه د کاناډا د حکومت په توګه کاتولیک کلیسا ته د کاناډا د اصلي‌ او بومي‌ خلکو نه چې ددوې په ښوونځیو کې ماشومان د لاسه ورکړي‌ دي‌ او سختې اغیزمنې شوي‌ دي‌ په رسمي‌ توګه د بښنې غوښتنې بلنه ورکوم.

ځکه چې مسئولیت پذیري په کاناډا کې د حقیقت موندنې او د ماضي‌ سره د مخامخ کیدو د پرمختګ په لاره کې یو ډیر مهم اصل او ګام دی.

هغه زیاته کړه چې ددې تراژیدۍ او غمیزې لپاره یواځې د بښنې غوښتل هم کافي ندي. په ماضي کې ترسره شوي‌  اشتباهات باید  جبران  او موجودې ستونزې له منځه یوسو.

دې هدف ته رسیدل یواځې په خوله او خبرو نه کیږي‌ . پدې برخه کې باید عملي‌ ګامونه اوچت کړو.

هغه وویل چې د کاناډا په فدرال اداراتو کې اصلاحات راوستل د مرکزي‌ حکومت مسئولیت دی.

د کاناډا د اصلي‌ اوسیدونکو او ټولو اوسیدونکو لپاره د ژوند د لا ښه کولو او لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په خاطر باید په خپلو موجودو قوانینو بیا کتنه وکړو او قوانین باید له سره جوړ کړو. خپل سیاستونه باید له سره تنظیم کړو.



اړوند خبرونه