په امریکا کې د همجنسبارانو پر فیستیوال د موټر سره برید شوی
په امریکا کې یو تن د خپل موټر سره د فیستیوال لپاره په راټولو شوو خلکو برید وکړ
1661452
د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې یو تن د موټر سره پر خلکو برید وکړ.
د فلوریډا ایالت پولیسو ویلي دي چې دا پيښه په ځايي وخت د خالي په ورځ د فلوریډا په سویل کې رامنځته شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې یو تن د فورت لارډر ډالا په سیمه کې د خپلو موټر سره د همجنسبارانو د فستیوال په خاطر په راټولو شوو خلکو برید وکړ. پر خلکو يي موټر وځغلو.
پدې پیښه کې دوه تنه د موټر لاندې شول او ډیر سخت ټپیان شول. د ټپیانو نه یو تن په روغتون کې ساه ورکړې او بل تن وضعیت هم باریکه دی.
پولیسو ویلي دي د موټر چلوونکی نیول شوی دی. د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا برید کومه ټرافیکي پیښه نده بلکې قصدي برید دی.
د برید په اړه تحقیقات پیل شوي دي او دوام لري. پولیسو ویلي د برید کوونکي هویت ندی اعلان کړی.