د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو او کشمیر په شمال کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی
د جمو او کشمیر د باراملا ولسوالۍ د سوپور په سیمه کې پر هندي ځواکونو وسله وال برید شوی دی.
د هندوستان تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه دوه تنه پولیس او یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی او ۲ تنه پولیس او یو تن ملکي وګړی ټپیان شوي دي.
سرچینې ویلي دي چې وسله والو کسانو د سوپور سیمې د ارامپوره په کلي کې د امنیتي ځواکونو په یو ټیم چې عملیاتو لپاره يي چمتوالی نیولی وو برید وکړ.
ویل کیږي نوموړي امنیتي ټیم سیمه محاصره کړې وه.
د جمو او کشمیر پخواني لومړي وزیر او د ملي کنفرانس مرستیال عمر عبدالله د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
هغه ویلي دي چې د سوپور څخه ډارونکي خبرونه راروان دي. دا ډول بریدونه باید پرته د ښه او بد نه وغندل شي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.