د اروپايي ټولنه د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روانې نښتې په اړه بیړنۍ غونډه کوي

د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اسرائیل لخوا پر فلسطین د روانو بریدونو او د سیمې پر وضعیت د خبرو په خاطر بیړنۍ غونډه کوي.

1640131
د اروپايي ټولنه د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روانې نښتې په اړه بیړنۍ غونډه کوي

 

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د سیاستونو عالي‌ استازي جوزیف بورل  ویلي دي‌ چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روان شدت او ملکي‌ وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران بیړنۍ غونډې ته رابللي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې دا غونډه به د سې شنبې په ورځ د ویدیو کنفرانس له لارې جوړه کړي.

هغه وویل چې د ملکي‌‌ وګړو وژنې په هیڅډول د منلو وړ ندي. هغه وویل چې روان شدت باید هر څه ژر پایته ورسیږي.

پدې غونډه کې به د روان شدت د پایته رسولو د مسئلې سره اروپايي ټولنه څه ډول مرسته کولای شي‌ په مسئلې خبرې او بحث وشي.

د ویلو ده چې اسرائیلي‌ ځواکونو د مې په لسمه نیټه په بیت المقدس کې پر مسجد الاقصی او شیخ جراح سیمو کې پر فلسطینیانو بریدونه وکړل. په غزه کې د حماس د ډلې په ګډون د مقامت ډلو اسرائیلو پولیسو ته د سیمې نه د وتو په خاطر خبرداری او مهلت ورکړ. وروسته حماس او نورو ډلو پر اسرائیلو راکټي بریدونه وکړل.

ددې په مقابل کې اسرائیلو هم  پر غزې هوايي او توغندیزو بریدونه پيل کړل .



اړوند خبرونه