د تاتارستان په پلازمینه کازان کې په یو ښوونځي خونړی برید شوی
د روسیې فدراسیون اړوند د تاتارستان جمهوریت په پلازمینه کازان کې په یو ښوونځي د وسله وال برید نه وروسته چاودنه شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او برید کوونکی هم د خپو غورځول شوی دی.
د برید نه وروسته په ښوونځي کې د چاودنې د رامنخته کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.
د ریا خبري اژانس د سیمه ایزو مقاماتو له قوله ویلي دي چې پدې پيښې د قربانیانو نه لس تنه زده کوونکي او یو تن ښوونکی دی.
د بله پلوه د ټولنیزې مډیا او سیمه ایزو رسنیو له قوله ویل شوي دي چې دا برید د دوو تنو لخوا شوی دی چې یو تن برید کوونکی د پولیسو لخوا له خپو غورځول شوی او بل هم په ښوونځي کې محاصره شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس بیا ویلي دي چې دویم برید کوونکی هم د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې دوو تنو نامعلومو وسله والو د کازان ښار د فیض په جاده کې په ۱۷۵ لمر ښوونځي وسله وال برید وکړ. یو زیات شمیر زده کوونکو چې کله برید کوونکي او ډزو غږونه واوریدل ځینو د ښوونځي د کړکیو نه ځانونه غورځولي دي.
د برید کوونکو نه یو تن چې ۱۷ کاله عمر لري ټپي نیول شوی دی.
همداشان په ښوونځي کې چاودنه هم رامنځته شوې ده . د ښوونځي او د پيښې د ځای نه په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو فلمونو او انځورونو کې د چاودنې نښې او نښانې ښکاري.
د برید پر مهال په ښوونځي کې ۸۲۰ تنو شتون درلود.
پدې برید کې د ۱۱ تنو د وژل کیدو نه وروسته ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.