د مایکروسافت بڼسټګر بیل ګیټس د خپلې میرمنې نه د جلا کیدو پریکړه وکړه
بیل کیټس خپله میرمن طلاقوي
د مایکروسافت بڼسټګر بیل ګیټس او میرمن يي ملیندا ګیټس د یو بل نه د جلا کیدو پریکړه وکړه.
بیل او ملیندا ګیټس د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۷ کاله ګډ ژوند نه وروسته د یو بل نه د جلا کیدو پریکړه کړې ده . دواړو ویلي دي چې د جلا کیدو سره سره به مرستندویه فعالیتونو کې په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي.
نوموړو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي ګډ بیان کې ویلي دي چې د ډیر زیاتو هڅو او فکر کولو نه وروسته دواړه پدې پریکړه ورسیدو چې د رابطې د لا قوي کولو په خاطر ګډ ژوند ته د پای ټکی کیږدو.
په بیان کې راغلي دي چې مونږ فکر نه کوو چې د ژوند په راتلونکې مرحله کې د یو بل د ښځې او میړه په توګه د یو بل ترڅنګ په ګډه ژوند وکړو. دوه به نوی ژوند پیل کړو خو د ټولو نه غوښتنه کوو چې زمونږ د شخصي ژوند حریم ته درناوی وکړي.
بیل او ملینډا درې اولاد او یو ګډ مرستندویه بڼسټ لري. دواړو ویلي دي چې د جلا کیدو نه وروسته به هم په خیریه بڼسټ کې په ګډه کار وکړي.
د ویلو ده چې ددې جوړې شتمني ۵۱ میلیارده ډالره ده.
هغوې پدې بیان کې د شتمنۍ د ویش په اړه څه ندي ویلي.